Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:925917
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

بسم الله الرحمن الرحیم
 
په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی اساسنامه او مرام نامه
لمړی فصل 
نوم، تعریف او محل
 

* لمړی ماده:

نوم:-   د ټولنی نوم دی ( د افغانانو اسلامی ټولنه په سویډن کښی)

* دوهمه ماده

 

تعریف:-                                                                              
الف:- د افغانانو اسلامی ټولنه په سویډن کښی یو اسلامی، اجتماعی، کلتوری، فرهنګی، او د اسلامی سیاست  جماعت دی چه پخپلو کړووړو او فعالیتونو کښی ملی مصالحه، د افغانستان تاریخی او فرهنګی ارزشونه، د افغانانو د حقوقو څخه دفاع د لمړیتوب په توګه په نظر کښی نیسی اوهیڅ قسمه سیاسی تړاو او پیوستون نلری او نه به یی پیدا کړی او انشأ الله تعالی چی د یو آزاده او مستقل ارګان یا جماعت په توګه به اسلامی دعوت او تبلیغ ته ادامه ورکړی.
ب:- د افغانانو اسلامی ټولنه په سویډن کښی  په هیڅ کوم یو سیاسی ګروپ پوری تړاو او پیوستون نه لری. او د هر قسمه فعالیتونو څخه چی په ګټه د دی یا د هغی سیاسی ګروپ پوری مربوط او یا منسوب وی ځان ساتنه کوي.
ت:- د افغانانو اسلامی ټولنه په سویډن کښی له هر نوعه تعبیضونو ( میلتی، ژبنی، قومی او منطقوي ) سره شدیدا ً مخالفت کوی او ټول هغه تعبیضونه په قاطع توګه سره ردوی.
 ث:- د افغانانو اسلامی ټولنه یو غیر عایداتی جماعت یا ارګان دی.

* دریمه ماده

محل:- په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی محل په ستاکهولم کښی دی
دوهم فصل
 
په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی اهداف
 
* څلورمه ماده
 
د عامو افغانانو نظریاتو او آراؤ ته په هغو مواردو کښی چی د اسلام د احکامو سره صریح او واضیح متضاد او مخالف نه وي توجه او درناوی کول.
* پنځمه ماده
 
د شخصی او فردی قضاوتونو او نظریاتو پر ځای د علماؤ، عابدانو، مشایخو او د خلقو د اکثریتو نظریاتو او ارآؤ ته درناوی او د قبول وړ ګرځول.
 
* شپږمه ماده
 
په سویډن کښی د میشتو افغانانو د افتخاری او داؤطلبانه غونډو د جوړولو پخاطر د دینی مشورو او تفاهم زمینه برابرول , اسلامی، ملی او فرهنګی ارزشونو ساتنه د مشترکی همکاری له لیاری.
* اوومه ماده
 
د اسلامی، ژبنی، اجتماعی او فرهنګی زده کړو امکانات او شرایط برابرول.
* اتمه ماده
 
د اسلامی، مذهبی، ملی، تاریخي ورځو لمانځل.
* نهمه ماده
 
د فرهنګی او هنری سهولتونو برابرول لکه: د کتابخانی جوړول، د نشریاتو نشرول، د راډیو او تلویزون نشریات، د ادبي، تاریخی او فرهنګی اثارو خپرول.

* لسمه ماده
 
په سویډن کښی د ټولو افغاني ټولنو او د غیر افغاني یوازي اسلامي ټولنو سره ښی اړیکی او ارتباط برقرارول او ساتل.
* یوولسمه ماده
 
افغانانو ته په سویډنی جامعه کښی د ښه سلوک ژوند کولو ښودنه او رهنمائی او د دی سربیره د افغانانو ښه ارتباط او دوستانه اړیکی سمبالول له سویډنیانو سره.
* دولسمه ماده
 
برابرول د شرایطو پخاطر د اشنائی او پوهیدل د افغانانو له سویډنی جامعی او د هغوي د قوانینو سره.
* دیارلسمه ماده
 
ښځینه (خویندی) کولای شی چه په ډیره مینه او آزادانه توګه په ټولو اسلامی، مذهبی، ملی، تاریخی او اجتماعی پروګرامونو کښی لکه د نارینه ورونو په شان برخه واخلي او د دوی مشوری، مصلحتونه نظریات او آرأو ته درناوی او د احترام په سترګه کتل کیږی.
دریم فصل
 
تشکیلاتي ساختمان
* څوارلسمه ماده
 
 عمومی مجمع اوچت ترین او عالی ترین مقام د تصمیم نیولو او په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی لپاره مشورتي او مصلحتي مرجع ده چه په کال کښی یو ځلی د (                  )
میاشت کښی دائیریږی.
* پنځلسمه ماده
 
د عمومی مجمع بنیادی او اساسی وظیفی:- عبارت له اوریدل، نظارت، بررسی او ارزیابی کول د یو کلنی رپورت د اجرائیه هئیت او د بررسی او کنترول د کمیسون چه په رابطه د څرنګوالی او تحقق د اسلامی ټولنی د اهدافو او د عمومی مجمع فیصلی چه د هغوی په لاس صورت موملی د اجرائیوی هئیت د مسؤلیت او عدم مسؤلیت تصویب او تصمیمونه نیول په رابطه د انتخاب او تعین د اجرائیوی هئیت او د بررسی او کنترول د کمیسون.
الف:- په اساسنامه کښی تعدیلات او تکمیلات راوستل په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی سره د نورو غړو د پیوستون تصویب او د ټولنی اختیاری له منځه وړل دا هم د عمومی مجمع له اختیاراتو او صلاحیتونو څخه دی.
ب:- د اجرائیوی هئیت او د بررسی او کنترول د کمیسون انتخاب له ازاده، مستقیم،  پټی (سری)                
او یا علنی په اکثریتو آرأو باندی په عمومی مجمع کښی صورت مومی.
ت:- د رئيس، معاون، منشی او داسی نور د اجرائیوی هئیت غړی او د بررسی او کنترول کمیسون په عمومی مجمع کښی مستقیماً ً له مینځه د کاندیدانو (نوماندو) څخه چه د حقوقی اهلیت، د کار ښایستګی او مهارت درلودونکی وی په اکثریت آرأو سره انتخابیږی.
ث:- استثنائی او فوق العاده عمومی مجمع د اجرائیوی هئیت د فیصلی سره یا د بررسی او کنترول د کمیسون د فیصلی او یا په نظر د اکثریت غړو د افغانانو د اسلامی ټولنی سره تشکیل کیدای شی. البته دغه فوق العاده عمومی مجمع کولای شی چه یوازی په هغه مشخصو وړاندیزونو او موضوعګانو باندی رسیده ګی او تصمیم ونیسی.
 

* شپاړسمه ماده
 
د کلنی د عمومی غونډی نیټه او د دائیریدو محل حد اقل دوه میاشتی د مخه له دائیریدو څخه او د فوق العاده عمومی غونډی حد اقل یوه میاشت مخکښی د دائیریدو څخه د اجرائیه هئیت له لوری په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی ټولو غړو ته اطلاع او خبر ورکول کیږی.
* اولسمه ماده
کلنی عمومی غونډی او یا فوق العاده عمومی غونډی په اشتراک او موجودیت د اضافه تر له نیمائی حصی د افغانانو د اسلامی ټولنی د غړو څخه دائیریدای شی.
که چیری د افغانانو د اسلامی ټولنی د غړو اشتراک کوونکی په لمړی دعوت سره د نصاب حد او اندازی ته ونه رسیږی. نو د اجرائیوی هئیت مؤظف اومکلف دی چه د یوی میاشتی په اندازه کښی د دوهم ځل دعوت د عمومی غونډی لپاره اعلان کړی. او د عمومی غونډی د مجلس حاضرین چه د دوهم ځل په دعوت کښی له (۱۰) لسو کسانو څخه کم نه وی رسمی بڼه اختیارولی شی
 
* اتلسمه ماده  
اجرائیه هئیت یو اجرائیوی او اداری ارګان لپاره د تحقق او پیاده کولو عملی او د عمومی غونډی د تصویبونو او د اساسنامی د اصولو دی. او دغه اجرائیوی هئیت متشکل له ( رئیس، معاون، منشی) او د اسلامی ټولنی د شعباتو مسؤلینو څخه دی چه د دریو کلونو لپاره انتخاب او تعین کیږی.
یادونه:- د نورو افغانی ټولنو، نهادونو او تشکلاتو استازی که په سویډن کښی د افعانانو د اسلامی ټولنی غړیتوب غواړی نو هغوی کولای شی چه په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی د اجرائیه هئیت (مدیره هئیت) غړیتوب حاصل کړی.
* نولسمه ماده
 
په سویډن کښی د افغانانو اسلامی ټولنه په خپل تشکیل کښی ( دینی او مذهبی، فرهنګی، خارجی ارتباطات، مالی او اداري، اجتماعی ارتباطات، د زنانو شورای ( د ښځینو شعبه)، دعوت او تنظیم، تعلیم او تربیه..........د مهاجرینیو او ځینی نور شعبات لری.
* شلمه ماده
 
د شعباتو مسؤلین مجبور او مکلف دی چه د خپلو شعباتو غړی د اجرائیه هئیت شورای کښی معرفی او د اجرائیوی شورای نه د هغوی د تائید سند تر لاسه کړی.
  
* یوویشتمه ماده
 
د اجرائیوی هئیت وظایف او صلاحیتونه:-
 
۱:- د عمومی غونډی د فیصلو او يه سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی د اساسنامی د اهدافو تحقق او عملی کول.
۲:- د مالی او اداری اموراتو وړاندی بیول او ضمنا ً د مالی بنیاد او انکشافی چاری تقویه کول.
۳:- د شعباتو ترمنځ همغګی او د شعباتو د فعالیتونو انکشاف او عمومی برنامه ریزی.
۴:- پلان او دائیرول د اجرائیوی هئیت د جلسو، عمومی غونډو، د دینی او مذهبی،ملي او تاریخی ورځو لمانځل او د نورو غونډو او په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی محفلونه او پروګرامونه جوړول.
۵:- د فردی او ډلیزو اشخاصو انتخابول لپاره د برخه اخستو په محفلونو او پروګرامونو د نورو ټولنو او تنظیمونو کښی.
۶:- په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی د اسنادو، مدارکو او د منقول او غیر منقول مالونو حفاظت او ساتنه.
۷:- په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی د کوم یو اداری پوست د کمبود په صورت کښی اجرائیوی هئیت کولای شی چه د افغانانو د اسلامی ټولنی له غړو څخه کوم یو بل غړی د عمومی غونډی تر دائیریدو پوری تعین او توظیف کړی.
۸:- اجرائیه هئیت کولای شی چه د خپل مینځی د متقابل همکاری پرتوکول یا قرارداد له افغانی ټولنو او نورو سویډنی اسلامی ټولنو سره لاسلیک کړی.
۹:- په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی د غړیتوب په هکله پیشنهاد، اضافه کول او تبدیلی راوستلو نظرونه باید عمومی غونډی ته وړاندی کړی.
* دویشتمه ماده
 
عمومی غونډه دری تر پنځو تنو د افغانانو د اسلامی ټولنی د غړو څخه د بررسی او کنترول د کمیسون د غړو په توګه انتخابوی. او دغه کمیسون به د اسلامی ټولنی فعالیتونه، د عمومی غونډو د پلانونو او تصامیمو د تطبیق او څرنګوالی، د اساسنامی د مواداتو پیاده کول او خاصتا ً د مالی حالت او وضیعت څیړل. او د ضرورت په بنیاد اجرائیه هئیت او د بررسی او کنترول کمیسون مشترکه جلسه راغوښتل. او د مشکلاتو د نه رفع کیدلو په صورت کښی د غه کمیسون صلاحیت او اختیار لری چه عمومی غونډه راوغواړي.
* درویشتمه ماده
 
په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی رئیس او د مالی چارو مسؤل مشخصا ً قانونی مکلفیتونه د دغی ټولنی او د نورو سویډنی زیربطو مؤسساتو سره د ټولنی د مالی مسایلو په هکله لری.
څلورم فصل
 
غړیتوب، حقوق او د غړو وظایف
* څلورویشتمه ماده
 
په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی غړیتوب افتخاري او داوطلبانه دی. یعنی ټول مسلمانان او افغانی ورونه او خویندی چه په سویډن کښی اوسیږی او عمر یی  ۱۸ کالو ته رسیدلی وی د افغانانو د اسلامی ټولنی غړیتوب لاس ته راوړای شی.
یادونه:- کوچنیان او نوی ځوانان کولای شی چی په ډیره اسانی سره بغیر د هیڅ نوع حق العضویت په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی غړیتوب لاس ته راوړی. مګر پاتی دی نه وی چی دغه کسان د رائی ورکولو حق لپاره د کاندیدانو د اجرائیه هئیت او د بررسی او کنترول د کمیسون په انتخاباتو کښی نلری. او ضمنا ً د شوراګانو په نصاب کښی نه حسابیږی. مګر د اسلامی ټولنی په نورو ټولو فعالیتونو کښی لکه د نورو غړو پشان فعاله ونډه اخستی شی او پخپله هم د عملی فعالیت حق لری.
* پنځه ویشتمه ماده
 
ټول هغه مسلمانان ورونه چی پخاطر د اعلأ د کلمة الله، دعوت، تبلیغ، او د حق د لاری مبارزه کوی بغیر له حق العضویت نه په مجانی توګه په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی غړیتوب لاسته راوړای شی. مګر دا هم باید وویل شی چه هر قسمه افتخاری او د خپلی خوښی هدیه، اعانه او داسی نوری نقدی او جنسی مرستی او کومکونه چی خاص د الله(ج) د رضا پخاطر وی اخستل کیږی.
* شپږویشتمه ماده
 
هر وخت او هر کله چه په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی کوم غړی له خپل غړیتوب څخه ګوښه والی وغواړی نو دا ضروری خبره ده چه نوموړی غړی دی له خپل تصمیم څخه په لیکلی توګه د اجرائیه هئیت ته اطلاع او خبر ورکړی.
* اوه ویشتمه ماده
 
بغیر له افغانانو څخه د نورو خارجی اجتماعی مؤسساتوغړی که پخپله خوښه او مرضی سره په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی غړیتوب او د اساسنامی د مواداتو قبلولو ته زړه له کومی غاړه اږدی او قبلوی ئی نو د اساسنامی د (۲۴) مادی سره سم د دغی اسلامی ټولنی د افتخاری غړو په توګه منل کیږی.
 
* اته ویشتمه ماده
 
۱:- که چیری په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی کوم یو غړی بغیر له کومی خبری او یا له کوم ضرورت نه د دری میاشتو په دوران کښی پرله پسی غایب او شوراګانو ته حاضر نشی نو د نوموړی غړیتوب به د تعلیق په حالت کښی پاتی شی.
۲:- د کوم یو کس غړیتوب چی د تعلیق په حالت کښی پاتی شوی وی نو په هغه صورت کښی دوباره په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی غړیتوب لاس ته راوړای شی چی د خپل د غیابت د مودی مقنع دلایل پیش او یا حاضر کړی.
۳:- په تعلیق کښی پاتی شوی کسان د شورای په نصاب کښی نه حسابیږی.
* نهه ویشتمه ماده
 
په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی ټول غړی یو برابر حقوق لری یعنی ټول انتخاب کول او انتخاب کیدل کولای شی. او ددی سربیره خپل وړاندیزونه او انتقادونه په لیکلی توګه داجرائیه هئیت او یا د بررسی او کنترول کمیسون ته سپارلی شی.
* دیرشمه ماده
 
په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی د غړو دندی او مکلفیتونه:
 
۱:- په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی هر یو غړی مؤظف او مکلف دی چی خپله محوله او مربوطه دنده په ښه او منظمه توګه سره سرته ورسوی.
۲:- په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی هر یو غړی مؤظف او مکلف دی چی د اسلامی ټولنی په ټولو فعالیتونو کښي فعاله ونډه یا برخه واخلی.
* یودیرشمه ماده
 
که ضرورت ولیدل شی نو پخپل وخت کښی په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی حق العضویت به په راتلونکی عمومی غونډه کښی تعین شی.
یادونه:- که چیری فرض محال په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی حق العضویت د عمومی غونډی لخوا تعین شی نو بیا به هم د دغی حق العضویت معیار د کورنی (میړه او ښځه)، مجرد، د اقامی اجازه نه درلودل او د افتخاری کسانو درجه او کټګوری به په نظر کښی ونیول شی.
 
پنځم فصل
 
په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی شورای
* دوه دیرشمه ماده
 
۱:- په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی تشکیلات عبارت له اجرائیوی هئيت، د بررسی او کنترول کمیسون، شعبات او د اسلامی ټولنی فاعلین دی.
۲:- په سویډن کښي د افغانانو د اسلامی ټولنی رئیس به د ټولنی د شورا  ریاست په غاړه لری او د رئیس د غیابت په صورت کښی به د ټولنی مرستیال د دی وظیفی عهده دار وی.
۳:- په سویډن کښي د افغانانو د اسلامی ټولنی شورای په کال کښی دوه ځلی او یا د ضرورت په وخت کښی د اجرائیه هئيت لطرفه او یا د نصاب د اکثریتو غړو په پیشنهاد سره ترتیب او دائیریدلای شی.
۴:- په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی شورای ه د ملی مسایلو په هکله څیړنه کوي او اجرائیوی هئیت ته به په سختو او د شورای مسایلو کښی چی د عمومی غونډی د فیصلی ضرورت وړ نه وی مشوره او رهنمائی ورکوی.
۵:- په سویډن کښي د افغانانو د اسلامی ټولنی په شوراګانو کښی به د اجرائیوی هئیت وړاندیز د راتلونکی پروګرامونو او د مشکلاتونو د موجودیت په هکله اوري او د اسلامی ټولنی شورای به د وړاندیزونو په هکله د جر او بحث نه وروسته خپلی لازمی مشوری او رهنمائي ګانی صادروي.
۶:- په سویډن کښي د افغانانو د اسلامی ټولنی شورای پخاطر د مشکلاتو د حل, د کمبوداتو د رفع کولو او د عمومی غونډی د فیصلو د تحقق په هکله پر له پسی او دوامداره لازم اقدامات کوي.
 
شپږم فصل
* دری دیرشمه ماده
 
په سویډن کښي د افغانانو د اسلامی ټولنی (۳په ۴) حصه غړی کولای شی چه په خپل اختیار د ټولنی د لمنځه وړلو په هکله لازم تصمیم ونیسی.
* څلوردیرشمه ماده
 
د ټولنی جبری لمنځه وړل:- د ټولنی د غړو د تقلیل او د کمیدو په صورت کښی چی تر (۱۰) کسانو پوری ټول نصاب ته ورسیږی او یا د مالی بحران سره مخامخ شی نو پدی صورت کښی ټولنه جبرا ً له منځه تلای شی.
 
* پنځه دیرشمه ماده
 
د تصفیه هئیت:- د ټولنی د اختیاری له منځه وړلو په صورت کښی یو دری کسیز هئیت به په نامه د تصفیه هئیت په عمومی غونډه کښي انتخابیږی.
او د اجباری له منځه وړلو په صورت کښی پاتی شوی غړی د تصفیه هئیت په نامه عمل او اقدام کولای شی.
او د تصفیه هئیت وظیفه لری چی د ټولنی د مالی تصفیه حساب څخه وروسته د ټولنی د لمنځه تلل د سویډن په رسمی اخباراتو او نشریاتو کښي نشر او ټول هغه د ټولنی انتقالی او غیرانتقالی (منقول او غیر منقول) مالونه خرڅ کړی او وروسته له خرڅون څخه لاس ته راغلی پیسی او د ټولنی پاتی شوی بودیجه په کلی توګه بلی کومی اسلامی ټولنی ته چه د افغانستان په مسایلو پوری فعالیت کوی تسلیم کړای شی.
اووم فصل
* شپږدیرشمه ماده
 
د ټولنی مالی منابع په ورکولو د حق العضویتونو، هدیه، اعانو او د اجتماعی او فرهنګی فعالیتونو د عوایدو کومکونو او مرستو راجلبول تشکیلوی.
* اوه دیرشمه ماده
 
په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی اساسنامه په اوه فصلونو او اوه دیرش مادو (۳۷) کښی چه د (۲۰۰۹ = ۱۳۸۸ ) هجری شمسی سره سمون خوری د اسلامی ټولنی په کلنی عمومی شورای کښی په تصویب ورسیده. او د اساسنامی د مادو د کمه ولو او زیادولو د ضرورت په صورت کښی به انشأالله د شوراګانو د راتلونکو عمومی غونډو کښی تجدید او تصویب شی.
 
 
Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com