Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:921515
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

 

بسم الله الرحمن الرحیم
په سویډن کښی د افغانانو د اسلامی ټولنی د تاسیس ضرورت د قرانی او نبوی (ص) ارشاداتو له مخی صورت موملی
 
څرنګه چی تاسو ټولو مسلمانانو ورونو او خویندو ته دا په ډاګه څرګنده ده چه په عمومی لحاظ سره د الله جل جلاله (ربوبیت قسمونه) په پنځو شکلونو سره ښودل شوی دی لکه:
۱- تخلیقی ربوبیت
۲- ملکوتی ربوبیت
۳- تکوینی ربوبیت
۴- تشریعی ربوبیت
۵- تمدنی او سیاسي ربوبیت
لپاره د دی چه مونږ د اصلی موضوع د لری والی څخه ډډه وکړو نو دلته یوازی د (تمدني او سیاسي ربوبیت) ته په لنډی کتنی سره ستا سو د مینه والو او مسلمانانو ورونو او خویندو پام د هغه تعریف او معرفی کولو ته راګرځوم.
تمدنی او سیاسی ربوبیت :- عبارت دی د هغه مطلقه، حاکمیت، امریت او فرمان روائی څخه دی چه په باب د وضع کولو د قضائی، جزائی، حقوقی، اخلاقی، افتصادی، معاشراتی، تمدنی، سیاسی، فردی، اجتماعی قوانینو او د ژوند په ټولو معاملاتو کښی د قوانینو او د دی سربیره دا هغه ربوبیت دی چی پدی کښی یوازیی سماوی ادیان کولای شی چی خلق د توحید او یوازیتوب د الله جل جلاله ته دعوت کړی.
مګر دا هم باید ووایو چه اکثرو جبارینو او سلاطینو دغه د تمدنی او سیاسی ربوبیت حق د خپل ځان بولي او له اتباع او پیروی د پیغمبرانو او د سماوی ادیانو څخه انکار او سرغړونی کوی او حتی د دغسی ربوبیت ادعای په خپله هم کړی دي چه لدی کبله ئی یو تعداد مخلوق جبرآ مکلف، مجبور او محکوم کړی هم دي لکه: د حضرت ابراهیم (ع) او حضرت موسی (ع) دعوت او داسی نور.......
نو الله (ج) مخلوق ته د ربوبیت د ټولو اقسامو منل، تائید او تطبیق د مخلوقاتو د یو هوسا، نیکمرغه، سرلوړی او په دواړو جهانونو کښی د بریالیتوب طریقه او وسیله د مسلمانانو د سازماندهی، وحدت، دعوت او تبلیغ یو فوق العادة اجتماعی تشکل په نورو مخلوقاتو کښی ګڼلی دی.
ولی دا چه پرته له اسلامی تشکل نه اصلا هیڅ یو جمیعت نشی کولای چه خپل د زړه ارمان په ښه توګه خلقو ته ورسوي. اګر چه د یو هدفمند شخص وجیبه په ژوند کی دعوت دی. مګر غوره او بهترینه لاره او طریقه د دعوت په اسلام کښی هغه ده چه د الله (ج) پیغام هرڅومره زیاترو کسانو ته ورسیږی او هغوی په اسلامی خوی او خصلت سره عمیقانه اشنا کړی او ضمنا د اسلام د دین بنیادی او ذهنی ارزشتونه په عملی توګه د دوی په ژوندون کښی برملا شی تر څو خلق وکولای شی په خپله خوښه سره د الهی رسالت پخاطر د اعلأ د حق دکلمي اجراأت او قیام وکړي.
نو له دی کبله اسلامی شریعت خلقو ته د دین د پیغام،تبلیغ او تحویل پخاطر تر ټوله ښه او غوره لاره اسلامی جماعت بوللی دی.
لکه چی الله سبحانه تعالی په سورة آل عمران په ۱۰۴ نمبر آیات کښي داسی ارشاد فرمایلی دی( ولتکن منکم امة یدعون الی الخیر ویأمرون باالمعروف وینهون عن المنکر،وأولئک هم المفلحون)
ترجمه:ـ او وی به له تاسی نه یوه ډله چی بولی به خلق د نیکی لور ته او امر به کوي خلقو ته په نیکی سره او منع به کوي له نارواو څخه. او دغه کسان چی دی همدوی خلاصی موندونکی دي.
مطلب دا شو چی خامخا د مسلمانانو له منځه باید یوه ډله (جماعت) وي چی د الله(ج) د لاندینیو دری اوامرو د اجرأ او عملی کولو دنده په غاړه ونیسی
الف:- خیرته دعوت؛ یعنی اسلام ته رابلل، ځکه چی ټولی ښیګڼی په اسلام کښی دی.
ب:- (امر بالمعروف) یعنی په نیکو کارنو باندی امر کول.
ت:- (نهی عن المنکر) یعنی له بدو کارو نو څخه منع کول. 
او په بل ځای کښی الله سبحانه وتعالی په سورة ال عمران ۱۱۰ آیات کښی داسی ارشاد فرمایلی دی(کنتم خیر امة اخرجت للناس تأمرون بالمعروف وتنهون عن المنکر وتوُمنون بالله ..........تر اخره پوری.
ترجمه:- (یی تاسو بهتر امت چی ویستلی شوی يي د پاره د خلقو چی امر کوی به په نیکی سره او منع کوی به له نارواو څخه او ایمان راوړی په خدای(ج) باندی......................)
نو د اسلام د دعوت او تبلیغ د ښی توسیعی او پراختیا پخاطر باید داسی غوره او سودمندی لاری چاری ولټول شي چه د هغی په وسیله یو اندازه زیاد نفوس تر پوښښ لاندی راوستل شي.
نو له دی کبله په سویډن کښی د افغانانو اسلامی ټولنه د لاندینی قرانی او نبوی(ص) ارشاداتو سره سم د خپلی یوی ایمانی، دینی، اسلامی، شرعی، کلتوری او فرهنګی وجیبی او وظیفی د سرته رسولو او د لاندینیو شرعی احکامو د منلو او تطبیق  پخاطر د الله (ج) په نصرت یو عملی اقدام کړیدی.چه انشاالله د الله (ج) په رحم او نصرت او د مسلمانانو ورونو او خویندو په دعا او همکاری سره به مخ په وړاندی روان وي.                                                                                                                      
۱- د الله(ج) په لاره کښی ټولنیز او دسته جمعی او وحدت په هکله قرانی ارشادات او احکام  
سورة آل عمران ۱۰۳ ایات ( واعتصموا بحبل الله جمیعاُ ولا تفرقو ا واذکرو نعمت الله علیکم اذا کنتم اعداًأ فألف بین قلوبکم فاصبحتم بنعمته اخوانا..................)
ترجمه:- اومنګلی ښخی کړی په رسی دخدای ټول یعنی په قران ټول او مه مختلف کیږی او یاد کړی مهربانی د خدای په تاسو باندی هغه وخت چه وی تاسو دښمنان پس محبت ئی راوستو په منځ د زړونو ستاسو کښی پس وګرځیدی تاسو په مهربانی د ده سره ورونه.
۲- د الله(ج) په لاره کښی د فردی او دسته جمعی وحدت قرانی ارشادات او احکام:- سورة سبا ایت ۴۶نمبر( قل انما اعظکم بواحدة ان تقوموالله مثنی وفرادی ثم تتفکروا........)
ترجمه:- ووایه ته چه بیشکه همدا خبره ده چه پند درکوم تاسی لره په یوی خبری سره چه ودریږی تاسو خدای دپاره دوه دوه او یو یو بیا ښه فکر وکړی.
۳-د الله(ج) د حزب د بری او غلبی په هکله قرانی ارشادات او احکام:-
 ( ومن یتول الله ورسوله والمؤمنون فأن حزب الله هم الغالبون)  
ترجمه:- هر هغه چا چی د الله(ج) او د رسول الله(ص) او د مسلمانانو سره دوستی وکړه پس یقیناً ً حزب د الله (همدوی) غلبه پیداکوونکی دی.
( الا ان حزب الله هم المفلحون)
ترجمه:- خبردار اوسیږی چه حزب د خدای (هغوي) دي رستګاران او خلاصیدونکی.
( الا ان حزب الشیطان هم الخاسرون)
ترجمه:- خبردار اوسیږی چه حزب د شیطان یعنی غیر اسلامی حزب هم هغوی دی زیان کاران.
۴- د الله(ج) قرانی احکام د اسلامی تشکیل (صف) د ضرورت په هکله:-
( ان الله یحب الذین یقاتلون فی سبیله صفا ً کانهم بنیان مرصوص)
ترجمه:- بیشکه الله(ج) دوست ګڼی هغه خلق چه د الله او د اعلای کلمة الله په لاره کښی په یو صف کښی پاتی شی او د کلکو  پولادی او نه ماتیدونکی بنیادونو په څیر جنګیږی.
۵- د اسلامی تشکل او سازماندهی په هکله نبوی(ص) ارشادات
 خاتم النبین محمد مصطفی(ص) فرمائی:-
ا:- زه تاسو ته په پنځه شیانو باندی امر درکوم چی الله(ج) زه په هغی باندی مامور کړی یم.
۱:- جماعت
۲:- سمع
۳:- طاعت
۴:- هجرت
۵:- جهاد فی سبیل الله
ب:- هر هغه څوک چه د اسلامی جماعت له دائری څخه په اندازه د یو وجب فاصله ونیسی نو په حقیقت کښی هغه اسلامی حلقه له غاړی څخه لری واچوله. مګر دا چه هغه دوباره واپس شی او دا هم باید ووایم  هر چا چه په جاهلیت کښی د اختلاف ، انشقاق او پراګندګی دعوت ورکړ نو هغه به د جهنم د اهل څخه وی پدی وخت کښی د انحضرت(ص) اصحابو عرض وکړ چه ای د الله(ج) رسوله(ص) که چیری هر څومره یو سړی لمونځ او روژه ادا کړی؟ حضرت محمد(ص) وفرمایل:- هو هر څومره چه لمونځ او روژه ادا کړی او ګمان وکړی چه مسلمان دی.
ت:- ( تری المومنین فی تراحمهم وتوادهم وتعاطفهم کمثل الجسد اذا شتکی عضوا ً منه تداعی له سائر الجسده بالسهر والحمی) رواه البخاری
ترجمه:- اهل د ایمان په مهربانی، دوستی او په عطوفت کښی په مثابه د هغه جسد دی چه کله یو عضو د جسد په درد شی نو ټول اعضأ د جسد د تبی درد او بی خوبی له وجهی ناقراره شی.
ث:- ( المومن للمومن کالبنیان یشد بعضه بعضأ)
ترجمه:- مؤمن د بل مؤمن ورور پهکله د کلک بنیاد پشکل دی ( یعنی اجزائی یو د بل سره متقابل کشش لری) یعنی بعضی حصی له بعضو نورو حصو سره کلک ساتی.
ج:- ( اذا کان ثلثه فی سفر فلیؤمروا احدهم)
ترجمه:- کله چی دری کسان په سفر باندی خارج شی لازم ده چه هغوی له خپلی جملی څخه یو کس خپل امیر د سفر وټاکی.
ح:- ( ان الشیطان ذئب الانسان کذئب الغنم یاخذ الشاذة والقاصیه والناحیة وایاکم والشعاب فعلیکم بالجماعة والعامة)
ترجمه:- څرنګه چه لیوه د پسه دښمن دی او لیوه د رمی نه جدا شوی پسه په ډیره اسانی سره ښکار کولای شی همدارنګی شیطان د انسانانو لیوه دی او د صف او تنظیم نه جدا شوی سړی په ډیره اسانی سره ښکار کولای شی پس ای خلقو له جدائی او پراګندګی څخه ځان وساتی نو په تاسی لازم دی چه په اسلامی جماعت او اسلامی ټولیو کښی ځان ورګډ کړی.
۶:-همدارنګی په یو حدیث شریف کښی محمد مصطفی (ص) فرمائلی دی چه اسلامی جماعت او اسلامی حزب سبب او وسیله د جنت د دخول او یوازیتوب د شیطان د نفو‌ذ د زمینی او شرایطو د تقوی د برابرولو سبب ګرځی لکه چه فرمایی:-
ا:- ( من سره ان یسکن بحبوحة الجنة فلیلزم الجماعة فان الشیطان مع الواحد وهو من الاثنین ابعد)
ترجمه:- هر هغه څوک چه وغواړی په بحبوحه (د ځای نوم دی) د جنت کښی سکونت وکړی پس هغه له په اسلامی جماعت کښی ژوند کول پکار دی ولی دا چه شیطان د یوازی کیدونکی سره وی او هر کله چه هغه دوه جماعته شی شیطان له هغه څخه فاصله اخلی.
ب:- ( یدالله مع الجماعة فمن شذ فی النار)
ترجمه:- د الله(ج) لاس د تائید د اسلامی جماعت او اسلامی تشکل سره دی پس هر هغه څوک چی له دینه ګوشه شی په حقیقت وغورځیده په دوزخ(جهنم)  کښی. بیان په دی کښی دی چه د الله سبحانه وتعالی نصرت او تائید شامل د حال د هغه قوم سره دی چه متحد متفق او یو موټی وی. او دا پدی خاطر چه له اسلامی جماعت او وحدت څخه لری والی سبب د ولیدلو په جهنم کښی ګرځی.
- خلاصه:- دا چه په احادیثو د نبوی(ص) کښی هم د الله(ج) د ارشاداتو مطابق په تشکیل د اسلامی جماعت او اسلامی صف په مختلفو الفاظو سره عام فهمه او ښه واضیح بیان شویدی د مثال په توګه د احادیثو په الفاظو کښی جماعت، جسد، بنیان، امارت، جماعة وعامه، جماعة واثنین ....او داسی نور.
چی دا ټول د یوی واحدی او معروفی معنی په توګه یعنی د اسلامی تنظیم، سازماندهی، او حزب په مفهوم سره دی.
او همدارنګی د قران عظیم الشان په ایاتونو کښی په مختلفو کلمو سره راغلی لکه:
( واعتصموا بحبل الله جمیعاً ً، ولا تفرقوا، ان تقوموالله مثنی، صف، بنیان مرصوص، حزب الله، جندالله......او داسی نور.
چه په وضاحت سره د اسلامی جماعت، اسلامی تشکل او اسلامی وحدت باندی حکم، تائید او ټینګار کړیدی.
نو پدی لحاظ د پورتنیو ارشاداتو له مخی په سویډن کښی د افغانانو اسلامی ټولنه د اسلامی ، دینی، کلتوری او فرهنګی مسؤلیتونو او وجیبی په بنیاد، منظور او تأکید ئی په اسلامی وحدت، اسلامی تشکیل، معرفی او انتخاب د یو اسلامی تحریک ( صراط المستقیم) په لور حرکت کول او ددی سربیره د عقل او خرد د خاوندانو ته زمونږ ابلاغ او اطلاع دا ده چه د اغواګرانو، شیطانی خود خواهانو او جاه طلبانو او د دنیا وړونکو طمع ګرانو په دوکه او فریب باندی ونه غولیږی او پښی ئی د تش په نوم د اسلامی نومول شوو ګروپونو په دام کښی بندي، ښکار او ګرفتار نشی.
 
 

واخرو دعوانا ان الحمدالله الرب العالمین              ومن الله توفیق المزید       

 

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته    

         د افغانانو د اسلامی ټولنی رئیس په سویډن کی

 

        حاجی محمد عیسی خان ( ابراهیمی)
 
 
 
 
 

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com