Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:921493
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

دخدائ پاک پر وجود د سقراط قانع کوونکى دلائل

څرنګه چې لوی خدائ (ج) انسان د عقل د امتياز لۀ مخې د ټولو ژونديو اؤ غير ژونديو موجوداتو څخه معتبر پيدا کړے اؤ د همدې ځانګړتيا پۀ رڼا کښې د ګمراهۍ څخه ژغورلے اؤ د شيانو د حقيقت په پيژندلو ئې موفق کړے دے. نو کله چې انسان خپل ځان اؤ کائناتو ته وکتل اؤ دا ټول کائناتى نظم اؤ نسق ئې په حقيقت ليدونکو اؤ څارونکو سترګو مطالعه کړو نو په خدائ ورکړى استعداد سره ئې د لوی عليم اؤ قوى خدائ په وجود پوره ډاډ ترلاسه کړو. اؤ يا اوس چې هم کله کله زمونږ په زړونو کښې څۀ شيطانى وسوسې اؤ خيالونه راشى نو بس ددې شيطانى وسوسو د زړونو څخه د ويستلو اؤ د لوئى څښتن پر وجود د محکم يقين لپاره د نورو کائناتو اؤ مجهولاتو کتنه هم ضرورى نۀ ده. يوازې د خپل ځان بيلابيلو اعضاؤ ته کتل پکار دى چې هر يؤ ئې پخپل مشخص چوکاټ کښې ځانګړې وظيفې په ټاکلى وخت سره سرته رسوى.

سقراط چې د يونان مشهور عالم ؤ اؤ د نن څخه ٢٥ پيړۍ وړاندې (٣٩٩-٤٦٨ق م) کښې ئې ژوند کولو اؤ په هيڅ يؤ اسمانى دين ئې عقيده نۀ لرله، د خپل وخت د يؤ بل عالم ارسټيډيوم سره د خدائ پاک د وجود په حقله وغږيدو اؤ په دومره پياوړو دليلونو سره ئې ورڅخه پوښتنې وکړې چې هغه ئې هم د خدائ پاک پروجود قانع کړو. نو راځئ چې اوس ددې خبرې د تصديق لپاره چې د لوئى څښتن وجود نۀ يوازې مسلمان عالمانو په قانع کوونکو دلايلو سره ثابت کړے بلکې داسې پوهان چې په هيڅ يؤ اسمانى دين ئې عقيده نۀ لرله، د خدائ پاک پر وجود ئې ايمان راؤړے اؤ قانع کوونکى دلايل ئې بيان کړى. د سقراط اؤ ارسټيډيوم هغه صحبت چې په دې حقله ئې کړے، د پوښتنې اؤ جواب په شکل کښې په ځير سره ګورو

سقراط: اے ارسټيډيومه! ايا داسې خلق شته چې تۀ هغوئ د کار اؤ مهارت د ښکلا په سبب تمجيد کړې؟

ارسټيډيوم: هو! واقعاً شته دى

سقراط: لطفاً نومونه ئې راته ووايه

ارسټيډيوم: په شعر کښې هومر، ميلايند اؤ سوفوکليس، په مجسمه جوړولو کښې پوليکتيک اؤ په تصوير کښلو کښې اوکيس

سقراط: ستا په فکر کوم صانع(جوړوونکے) بهتر دے؟ هغه چې بې شعوره اؤ بې حرکته تصويرونه جوړوى اؤ يا هغه چې ژوندى اؤ عاقل موجودات پيدا کوى؟

ارسټيډيوم: خدايږو! بهترين صانعان هغه دى چې عاقل اؤ ژوندى موجودات پيدا کوى. کۀ چيرې دا ژوندى موجودات د تصادف اؤ اتفاق د نتيجو څخه نۀ وى

سقراط: تۀ کوم موجودات د اتفاق لۀ نتيجو څخه بولې اؤ کوم د تصادف لۀ مخې ګڼې؟ ايا هغه چې اهداف اؤ مقاصد ئې معلوم دې اؤ کۀ هغه چې مقاصد ئې روښانه نۀ دى؟

ارسټيډيوم: انصاف نۀ دے چې ووايم هغه مفيد موجودات ډير غوره دى چې د ادراک اؤ پوهې عمل ته ئې نسبت ورکړے شى، نۀ تصادف ته

سقراط:ايا نۀ وينې هغه ذات چې خلق ئې پيدا کړى دى اؤ داسې غړى اؤ هډونه ئې ورکړى دى چې هريؤ ئې ټاکلې وظيفې سر ته رسوى. سترګې د ليدلو دپاره اؤ غوږونه ئې د اوريدلو لپاره پيدا کړى دى. همدا راز کۀ زمونږ پوزه نۀ وے نو بوئى به څۀ ګټه درلوده؟ اؤ کۀ ژبه ئې نۀ وے راکړے نو په خوږوالى اؤ تريخوالى به څۀ رنګه پوهيدو؟ ايا نۀ ګورې چې سترګه نازکه ده نو سترغلى (د سترګو پردۍ)  ئې ورکړى دى اؤ داسې باڼۀ ئې ورکړى دى چې سترګې د باد اؤ دوړو څخه ساتى اؤ دپاسه ئې ورباندې وروځې ايښې دى چې سترګو ته خولې نۀ راپريږدى؟

ارسټيډيوم: نه خدايږو! کله چې انسان دې شيانو ته ګورى نو پوهيږى چې دا يؤ داسې صانع جوړ کړى چې کائنات ورباندې ډير ګران دے

سقراط: د هغه رغبت چې په انسان کښې ئې د تناسل لپاره پيدا کړے، اؤ د هغې مينې چې د ميندو په زړونو کښې ئې د خپلو زوزاتو لپاره ايښې اؤ د هغه ډار اؤ ويرې چې مور اؤ پلار ئې د خپل اولاد د ژوندانۀ په برخه کښې لرى، پحقله څۀ وائې؟

ارسټيډيوم: هيڅ شک نشته چې دا ټول ددې دليل دے چې دا موجودات د هغه ذات پيدايښت دى چې د پيدايښت اراده ئې کړې ده

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com