Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:924239
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

ايمانداره ښځه

عبدالله بن المبارک رض چې جليل القدر تابعى او ډير لوئې عالم تير شويدے فرمائيلى دى ، چې زۀ دبيت الله شريف دحج او دحضور نبى کريم صلى الله عليه وسلم دزيارت کولو نه وروسته خپل وطن په طرف روان وم چې په صحراء کښې په لاره مې يو تور څيز وليدو چې بيا نژدې شوم چې يوه بوډۍ زنانه ناسته وه او ځآن ئې دشړيو په دوو تورو څادرونو کښې پټ کړې وه. نو زۀ چې ورنژدې شوم ما ورباندې سلام واچولو نو دې زما په ځواب کښې ووئيل (( سلام قولاً من رب رحيم)) نو بيا ما ورته وويل چې خدائى ج دې پر تا رحم وکړى په دغه دشته کښې دڅه لپاره ناسته ئې؟

نو دۀ راته ووئيل : (( ومن يضلل الله فلا هادى له)) نو زۀ پوئى شوم چې دۀ لاره ورکه کړې ده

نو بيا ما ورته ووئيل چې چرته ځې؟ نو دۀ راته ووئيل

(( سبحان الذى اسرا بعبده ليلاً من المسجد الحرام الى المسجد الاقصى)) نو زۀ پوئى شم چې دې دحج دادا کولو څخه وروسته دبيت المقدس اراده لرى نو بيا ما ورته وويل چې څو ورځې دې په دې ځائې کښې شوې ده؟ نو دۀ راته ووئيل : (( ثلاث ليال سويا)) بيا ما ورته وويل چې تا سره خو طعام هم نشته دے چې وې خورې نو دۀ راته ووئيل : (( هو يطعمنى ويسقينى)) نو بيا ماورته وويل چې تاسره خو اوبۀ هم نشته مونځونه دې څنګه ادا کړى دى؟ نو دۀ راته ووئيل : (( فلم تجدوا ماءاً فتيمموا صعيداً طيباً)) نو بيا ماورته وويل چې ماسره ډوډۍ شته دے کۀ خورې؟ نو دې راته ووئيل: (( ثم اتم الصيام الى الليل)) نو زۀ پوئى شوم چې ددې روژه ده ماورته وويل چې دروژې مياشت خو نۀ دے چې تا روژه نيولې ده، نو دې راته ووئيل : ومن تطوع خيراً فان الله شاکر عليم))

بيا ماورته ووئيل چې الله ج دمسافر لپاره روژه خوړل روا کړے دے تاڅنګه روژه نيولې ده، نو دې راته ووئيل: (( وان تصوموا خير لکم ان کنتم تعلمون))

نو بيا ماورته ووئيل چې تۀ ولې ماسره لکه زۀ چې خبرې کوم خبرې نۀ کوې نو دې راته ووئيل : (( مايلفظ من قول الا لديه رقيب عتيد))

بيا ماورته ووئيل چې تۀ څوک ئې او دکومې قبيلې څخه ئې نو دې راته ووې: ولاتقف ما ليس لک به علم ان السمع والبصر والفؤاد کل اولئک کان عنه مسئولاً

نو ماورته وويل خير دے زۀ خطا شوم بخښنه راته وکړه نو دې راته ووئيل

لا تثريب عليکم اليوم يغفر الله لکم

نو بيا ماورته وويل چې زما په دې اوښ باندې سوريږې چې خپلې قافلې ته دې ورسوم نو دې راته ووئيل : (( وما تفعلوا من خير يعلمه الله

نو ما بيا ورته خپل اوښ چوکړ نو دې راته وئيل: قل للمؤمنين يغضوا من ابصارهم))

نو بيا مې ورنه مخ واړوولو او سترګې مې پټې کړې او دې څرنګه چې اوښ باندې سوريده نو اوښ وتريد او څادر ئې لږ وشليد نو وې وئيل : (( ما اصاب من مصيبت فبما کسبت ايديکم))

نو ماورته وويل چې تۀ صبر وکړه چې زۀ اوښ بيا درته چو کړم، نو دۀ راته ووې : (( ففهمناها سليمان))

نو ماورته وويل چې سوره شوه نو کله چې په اوښ باندې سوره شوه نو وې وئيل : سبحان الذى سخر لنا هذا وماکنا له مقرنين وانا الى ربنا لمنقلبون))

نو ما بيا داوښ واګې په لاس کښې ونيولې او روان شوم تيز مزل مې کولو او په زوره او ازونه مې کول نو دۀ راته ووئيل چې : (( واقصد فى مشيک واغضض من صوتک))

نو ما بيا خپل مزل ورو ورو کړل او په ټيټ اواز سره مې دځآن سره اشعار وئيلو نو دې راته ووئيل : || فاقرؤا ماتيسر من القران||

||نو ماورته وويل چې الله ج پر تا باندې څومره لوئې فضل کړيدے نو دۀ راته ووئيل : ومايذکر الا اولى الالباب|| بيا ماورنه پوښتنه وکړه چې تۀ خاوند (ميړه) لرې؟ نو دې راته ووئيل : || يا ايها الذين امنوا لا تسئلو عن اشياء ان تبد لکم تسوءکم|| پس زۀ نور چپ شوم او نور هيڅ خبره مې ونکړه ترڅو چې قافله مې ونيوله نو ماورته وويل چې تۀ په دې قافله کښې څوک لرې ؟ دې راته ووئيل : المال والبنون زينة الحياة الدنيا||

نو زۀ پوئى شوم چې ددۀ اولاد شته دے، نو بيا ماورته وويل چې دوى حج ته څرنګه راغلى وؤ نو دې راته ووې: وعلامات وبالنجم هم يهتدون))

بيا زۀ پوئى شوم چې ددۀ زامن هم حج ته سوارۀ تللى وؤ، نو هماغه ؤ چې زۀ ابادې او کلى ته ورسيدم نو ماورته وويل چې په دې کلى کښې څوک لرې نو دې راته ووئيل : واتخذ الله ابراهيم خليلا، وکلم الله موسى تکليما، يايحى خذى الکتاب بقوة))

نو زۀ پوئى شوم چې دا ئې زامن دى نو ما بيا غږ وکړو يا ابراهيم، يا موسى يا يحى نو هماغه ؤ چې زما دغږ سره سم درې تنه ښائسته او منور زلميان چې لکه سپوږمۍ غوندې ځليده دکلى نه راووتل او دې ښځې ته راغلل او ددۀ مخې ته کښيناستل نو دۀ خپلو زامنو ته ئې ووئيل

||فابعثواً احدکم بورقکم هذه الى المدينة فلينظر ايها ازکى طعاماً فليائتکم برزق منه)) نو هماغه ؤ چې يو زوې ئې پاڅيدو او بازار ته لاړ او ماته ئې ډوډۍ راوړه او زما په مخ کښې کيښودو نو دې راته ووئيل : کلوا واشربوا هنيئاً بما اسلفتم فى الايام الخاليه ||

نو ما ددۀ زامنو ته ووئيل چې ستاسو دا ډوډۍ پر ما باندې حرام دے او زۀ به تر هغې ستاسو ډوډۍ ونۀ خورم ترڅو چې ددۀ حال راته ونۀ وايئ نو دغه زلميانو راته ووئيل چې الله ج دې تاسره ډير لوئې احسان وکړى دا زنانه زمونږ مور ده او څلويښت کاله ئې کيږى چې غير لۀ عظيم الشان قران نه بله خبره نۀ کوى او داددې لپاره چې زما دخُلې نه بيهوده، فضول او عبث خبرې ونۀ وځى چې بيا الله ج راباندې په قهر نۀ شئ نو زامنو ئې ووئيل || فسبحان القادر على مايشاء

نو ما بيا ورته ووئيل

||ذلک فضل الله يؤتيه من يشاء والله ذو الفضل العظيم||

او زۀ بيا ددوى نه رخصت شوم او خپل کور طرف ته روان شوم

دا ؤ دالله ج داولياء اله او دوستانو احوال

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com