Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:924207
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

د رمضان مبارک فضيلت

حضرت ابن عباس (رض) نه روايت دے چې نبى کريم (ص) ارشاد فرومائيلو جنت دکال دشروع نه دکال داخره پورې درمضان مبارک له خاطره ښائسته کولے شى اوپه خوشبوئې وينځلے شى د رمضان چې اوله شپه شى نودعرش دلاندې نه يوه هوا چليږى دهغې نوم مثيره دے چې دهغې دچپوپه وجه دجنت داونو پاڼې دتمبو کنډې ته غوزيږى دهغې نه داسې مزې دار اوازونه راځى چې اوريدونکو به دهغې نه ښۀ اواز هيڅکله نه وى اوريدلے نو ښائسته سترګو ولا خورې دخپلو ځايونو راوتلو سره دجنت په بلاخانوودريدو سره اواز کوى دالله تعالى دربار کښې څوک شته چې مونږسره نکاح وکړى چې الله تعالى ئې مونږ سره جوړه کړى بياهغه حورې دجنت د داروغه نه تپوس کوى داڅنګه شپه ده هغه لبيک وئيلو سره جواب ورکوى

اے ښائسته شکلونو اوښائسته کرداروالو حورودا د رمضان مبارک اولنۍ شپه ده او الله تعالى رضوان فريښتې ته فرمائى چې دجنت دروازې دحضرت محمد(ص) دامت روژه دارو دپاره پرانيزه اودجهنم داروغه مالک ته فرمائى دجهنم دروازې دحضرت محمد (ص) دامت دپاره بندې کړه اوحضرت جبرائيل ته حکم ورکوى چې زمکې ته لاړشه سرکش شيطانان قيدکړه اوپه غاړه ورته طوقونه واچوه درياب کښې ئې وغورځوه چې زما دمحبوب حضرت محمد (ص) دامت روژه دار خراب نه کړى نبى کريم (ص) داهم ارشاد وفرمائيلو چې الله تعالى هره شپه کښې درې ځلې دا اعلان کوى شته څوک توبه کوونکى چې زۀ ئې توبه قبوله کړم بيا اواز کوى شته څوک غوښتونکى چې زۀ ورته ورکړم . شته څوک بخښنه غوښتونکى چې زۀ دهغه بخښنه وکړم بيا اواز کوى څوک شته چې داسې غنى ته قرض ورکړى چې محتاج نه دى داسې پوره پوره اداکوونکى چې زره قدرې هم کمے نه کوى او الله تعالى رمضان شريف کښې دروژې ماتولو په وخت کښې داسې لس لکه خلق ته دجهنم نه خلاصے نصيب کوى کوم چې دعذاب حقدار شوى وو اوهرکله چې دجمعې شپه اودجمعې ورځ شى دهغې هرهر ساعت کښې لس لکه سړوته دجهنم نه خلاصى ورکوى کوم چې دعذاب حقدار شوى وو اوهرکله چې درمضان اخرى ورځ شى داول درمضان مبارک نه ننه پورې چې څومره خلق دجهنم نه ازاد شوى وو دهغې برابر يو ورځ کښې ازاده وى

اوپه کومه شپه چې ليلة القدر وى نوالله تعالى حضرت جبرائيل ته حکم ورکوى هغه دفريښتو يولوئې لښکر سره زمکې ته راکوزيږى هغوى سره يوه شنه جنډه وى چې هغه دکعبې شريف دپاسه دروى اوجبرائيل شپږ سوه وزرې چې هغې کښې دوه وزرې صرف په دې شپه پرانزى چې هغه دمشرق نه تر مغربه پورې خورې کړى بيا حضرت جبرائيل دفريښتو نه غوښتنه کوى چې کوم مسلمان په دې شپه ولاړ وى ياناست وى مونځ کوى ياذکر کوى هغه ته سلام کوى او ستړى مشى ورسره کوى اودهغوى په دعا ګانوامين وائى سباپورې داحالات وى هرکله چې سباشى نوحضرت جبرائيل اواز ورکوى چې اے دفرښتو ټولګيه اوس ځى فرښتى دحضرت جبرائيل نه تپوس کوى چې الله تعالى دحضرت محمد (ص) دامت دمومنانو حاجتونه اوضرورتونو کښې څه معامله وفرمائيله خوهغه ورته وائى چې الله تعالى هغوى ته توجو وفرمائيله اودڅلورو سړو څوک دى ارشاد وشو

يو هغه سړے چې دشرابو عادے وى ، دويم هغه سړے چې دمورپلار نافرمانى کوى ، دريم هغه سړے چې خپلولى او رشته پرې کوى . څلورم هغه سړے چې يعنى ولاوى او خپلوکښې تعلق ختموى او خپل خپه مسلمان وروڼوسره درې ورځونه سيوا اوزيات خبرې بندې ساتى

بيا چې دوړوکى اختر شپه شى نودهغې نوم په اسمان کښې ليلة الجائده دانعام شپه اخستلے شى اوکله چې داختر سحر شى نوالله تعالى فرښتې ټولو ښارونو ته وليږى هغوى زمکې ته راکوزيدو سره ټولو کوڅو دلارو په سرونو ودريږى اوداسې اواز کوى چې دپيريانو اوانسانانو نه سيوا ټول مخلوق اورى چې اے دحضرت محمد (ص) دامت خلقو هغه مهربانه رب طرف ته ورځی چې ډير ورکوونکى دے او لوی لوی ګناهونه معاف کوونکے دے بيا چې خلق عيده ګا طرف نه راځى نو الله رب العزت دفريښتو نه پوښتنه کوى دهغې مزدور څه بدله ده چې خپل کار پوره کړى هغوى عرض کوى اے زمونږ معبوده اومالکه دهغه بدله داده چې هغه ته پوره پوره مزدورى ورکړے شى خوالله ارشاد وفرمائى چې اے فرښتو تاسو ګواه اوسى چې ما هغوى ته درمضان د روژو او تراويحو په بدله کښې خپله رضا اوبخښنه ورکړه اوبندګانوته خطاب فرمائيلو سره ارشاد کيږى اے زما بندګانو مانه غواړى زمادپخپل عزت قسم وى نن ورځ چې تاسو دخپل دين اودنيا دپاره څه هم غواړى زمانه زۀ به ئې درته درکوم .

حضرت ابوهريره نه روايت دے چې رسول اکرم (ص) اوفرمائيل زما امت ته پنځه شيونه خاص طور سره ورکړى شوى دى چې مخکښينو امتونو ته نه وو ورکړے شوى يو دادهغوى دروژه دارو دخلې بدبوى دالله په نزد دمشکونه زياته خوښه ده دويم دا چې هغوى لپاره فرښتې دعا کوى دروژه ماتې وخته پورې ، دريم دا چې دې کښې سرکش شيطانان قيد کولے شى چې هغوى رمضان کښې بدوته نشى رسيدلے څلورم دا چې جنت هره ورځ هغوى لپاره ښائسته کولے شى

بياالله تعالى فرمائى نزدې ده چې زما نيک بنده ګان ددنيا مشقتونه ځان ته غورځولو سره ستاطرف ته راشى ،پينځم دا چې د رمضان اخرى شپه کښې روژه دارو لپاره بخښنه کولے شى اصحابو عرض وکړو چې دبخښنې داشپه شب قدر ده نوورته وويل بلکې دادستور ده چې مزدور ته دکار په ختميدو په وخت مزدورى ورکولے شى حضرت ابو هريره نه روايت دے چې رسول الله (ص) اوفرمائيل کوم سړے چې دايمان سره اودثواب په نيت کولو سره درمضان روژې نيسى اوتراويح وکړى اودغه مخکښينى ټول ګناهونه معاف کولے شى

حضرت ابراهيم بره فرمائى چې نبى کريم خپلو صحابو ته زیرۍ ورکولو سره اوفرمائيل درمضان مياشت راغلې ده چې ډيره برکتناکه مياشت الله تعالى ددې روژې په تاسو فرض کړى دى دې کښې دجنت دروازې پرانستل شى اودجهنم دروازې بندولے شى، شرکش شيطانان قيدکولے شى دې کښې شب قدر ده چې د زرو مياشتو نه غوره ده په دې مياشتې کښې څه نيکې سره الله تعالى نزديکت حاصل کړى داسې دى لکه بله مياشت کښې فرض ادا کړى کوم سړى چې دې مياشت يوفرض اداکړے هغه داسې دے لکه بله مياشت اويا فرض ادا کړى داد صبر مياشت ده دصبربدله جنت دے

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com