Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 4 Warning: Undefined array key "addvisitnum" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/header.php on line 5 Islamitolena
د افغانانو اسلامي ټولنه په سویډن کښي          انجمن اسلامي افغانها در سویدن          Afghanska Islamisk föreningen i Sverige          Afghan islamic association in Sweden         
            dari   pashto          Visitor number:926065
  Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 135

د لمنځ احکام

مونځ په عباداتوکښې اهمترين عبادت دے هم داوجه ده چې په عباداتو کښې اولنے فرض شويدے. دقيامت په ورځ هم اول پوښتنه دمونځ کولے شى لکه د طبرانى روايت دے چې:

((رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائيلى دى دقيامت په ورځ دبنده څخه اول  پوښتنه دمونځ کيږى که دے روغ شو نو ټول اعمال ئې روغ دى او کۀ خراب شو نو ټول اعمال ئې خراب دى.))

په مونځ کښې سُستى او د دې ګناه

الله ج په خپل مقدس کتاب کښې فرمائى: (( پاتې شو وروسته ددوى نه جانشين نا اهله چې مونځ ئې تباه کړو او دخواهشاتو تابع شو نو زر دے چې دغې (کندې دجهنم) سره به مخامخ شى مګر چاچې توبه وويستله او نيک عمل ئې وکړه ( هغه به دجهنم کندې څخه بچ شى.) ددې ايت پحقله ابن عباس رض فرمائى، چې د (اضاعوها) معنى دا نۀ ده چې ټول مونځ پريږدى بلکې چې تۀ ئې دخپل وخت څخه وروسته کړې. او دتابعينو امام سعيد بن مسيب رح فرمائى ددې معنى داده چې دماسپښين مونځ نۀ کوى تر دې چې مازديګر وخت داخل شى او دمازديګر نه کوى تر دې چې ماښام شى او دماښام نۀ کوى تر دې چې ماسخوتن شى او داسې دسحر هم. څوک چې په دې حالت کښې مړ شى او توبه ئې ويستے نۀ وى نو دجهنم دغې کندې سره به مخامخ کيږى الله دې ترې هر مسلمان وساتى

په بل ايت کريمه کښې الله ج فرمائى:

(( دهغه مونځ کوونکو لپاره هلاکت دے چې دخپلو مونځونو څخه غافله او سستى کوونکى وى))

ويل د جهنم د کندو څخه يوه کنده ده کۀ چيرته پکښې ددنيا غرونه واچولے شى نو دسختې ګرمۍ نه به ويلې کړے شى او يامراد ترينه سخت عذاب دے او دا دهغه استوګنه ده چې مونځ کښې سستى کوى او بې لۀ توبې څخه په دې حالت کښې مړ شى

همداوجه ده چې الله مؤمنانو ته اعلان کوى چې مونځ څخه غافله نۀ شئ

(( اے ايمان واله ؤ ستاسو مالونه او بچى دى دمونځ څخه غافله نۀ کړى او کۀ چا دا کار (دمال بچى په وجه دمونځ څخه غافله شو)  نو دغه کسان تاوانيان دى.))

مونځ نۀ کوونکى دقيامت په ورځ به دفرعون، هارون هامان او ابى بن خلف سره پاڅى، شمس الدين ذهبى په خپل کتاب ((الکبائر )) کښې يو حديث شريف نقل کړيدے

((رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى څوک چې د مونځ حفاظت کوى نو دقيامت په ورځ په دۀ لره نور او برهان (دليل) او کاميابى وى او چې څوک حفاظت دمونځ نۀ کوى نو نۀ به ورله نور وى او نۀ دليل او نۀ به کامياب وى. او قيامت کښې به دفرعون، قارون هامان او ابى ابن خلف سره پاڅى))

علماء کرام وائى دابه ځکه دفرعون سره پاڅى چې مونځ به ترې دبادشاهۍ دډيوټۍ په وجه قضا شوى وى او دقارون سره به ځکه وى چې مونځ به ترې دمال په وجه قضا شوى وى او هامان سره ځکه چې مونځ به ترې ددوزارت په وجه قضا شوى وى او دابى بن خلف منافق سره به ځکه پاڅى چې دتجارت (کاروبار) په وجه ترې مونځ پاتې شوى وى

د مونځ  غل

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمائى په خلقو کښې بد ترين غَل هغه دے چې مونځ څخه غلا کوى ورته وويل چې د مونځ غلا څنګه وى؟ نو وفرمائيل رکوع او سجده او او قرائت نۀ پوره کوى نو دا دمانځۀ غل دے))

اوسنى مونځ کوونکى اکثره غلا کوونکى دى ځکه درکوع سجدې قيام وغيره خيال نۀ کوى نو راځئ چې فوراً هر مونځ کوونکى دخپلې غلطۍ څخه توبه وباسو

ماشوم به کله مونځ کوئ؟

په يو روايت کښې راغلى دى چې خپلو بچو ته په مونځ حکم وکړئ چې کله اوۀ کلن شى او په دې مونځ نۀ کولو ئې او وهى چې کله لس کلن شى او دهلک جينى کټ بستره جدا کړى

کۀ هر مسلمان په دې حديث عمل وکړئ او خپل بچيان په مونځ ودروئ نو دهغه کور به دلوفرۍ او بد امنۍ څخه بچ شى. اوسنى ځوانان غلا ډاکې، دمشرانو احترام نۀ کول، په خوونځیو کښې نه بری کيدل داوجه ده چې په پورتنى حديث باندې عمل نۀ کوى په ځاې د دې چې دماښام وروسته خپل ماشومان دموځ زده کولو لپاره کښينوى نو اوس مسلمانان ئې د ټى وى ډرامو لپاره راټول کړى او ټى وى ورته چالان کړئ.

يو حکايت چې امام شمس الدين ذهبى په  الکبائر کښې نقل کړيدے (( يو ځوان ؤ چې خور ئې مړه شوه په خطا ئې سره ترې قبر کښې ددۀ بټوه هم ښخه شوه نو وروسته قبر ئې کولاؤ کړو چې خپله بټوه راواخلى قبر ئې کولاؤ کړو چې داور څخه ډک دے او ددې خور باندې لمبې بليږى زر ئې خاورې پرې واړولې او واپس مورته راغے وائى، مورې ماته دخپلې خور احوال بيان کړه؟ مور ئې ورته وويل بچيه ولې؟ هغه ورته دقبر داور قيصه وکړه نو مور ئې په ژړا شوه او ويل بچيه خور به دې صرف په مونځ کښې سستى کوله يعنې مونځ به ئې هله کولو چې خپل وخت به ئې ختم شو

وروڼو مسلمانانو دهغه چا به څه حال وى چې بيخى مونځ نۀ کوى او يا مونځ په قصد سره قضا کوى

نوټ: بعضې وختونو کښې دوه مونځونه يو وخت کښې کول جائز دى دې ته جمع بين الصلاتين وائى او داهم په سفر کښې جائز دى

 


 

 

 

Warning: Undefined array key "lan" in /customers/2/b/6/islamitolena.com/httpd.www/funs.php on line 51
email:info@islamitolena.com